کور / نړۍ / امریکا او هند چارواکو پوځې او دفاعي برخو کې دوه اړخیزه همکاري موافقه وکړ
امریکا

امریکا او هند چارواکو پوځې او دفاعي برخو کې دوه اړخیزه همکاري موافقه وکړ

په هند کې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په د دغه هېواد له چارواکو سره د هند او امریکا پر دوه اړخیزو پوځي اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د امريکا دفاع وزير جيمز متيس او د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپیو د هندوستان د بهرنیو چارو له وزيرې سوشما سواراج، د دفاع وزيرې نيرملا سيتارامن سره دوه په دوه خبرې وکړې.

متيس خبریالانو ته د نوې ډلي پر لاره وويل:

“زما سفر د دې قوي ښکارندوی دی چې موږ هندوستان په تر ټولو نيږدې ستراتيژيکو ملګرو کې ګڼو”.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس ویلي؛ مونږ له هند سره یو پوځي تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې مونږ هند ته پرمختللي پوځي وسایل په واک کې ورکوو، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې به اغېزمن وي.

د هند د بهرنیوچارو وزیره سوشما سواراج وایي؛ مونږ د ملګرو ملتونو له وروستي ملاتړه هرکلی کوو، چې په پوځي او دفاعي برخو کې مونږ ته د پرمختللیو امکاناتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي. مونږ ډاډمن یو، چې دوه اړخیزه همکاري به په دفاعي او صنعتي برخو کې د دواړو هېوادونو په ګټه وي

کارپوهان له ترهګرو سره په مبارزه کې د امریکا تازه تګلاره افغانستان ته تر نورو ډېره ګټوره بولي

سیاسي شنونکی حکمت الله شهباز ویلی: د امریکا ولسمشر د سویلي آسیا او افغانستان لپاره تېر کال خپله تګلاره اعلان کړه، چې په دې تګلاره کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

د یادونې ده، هندوستان ته تر تګ مخکې پامپيو پاکستان ته سفر درلود.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار اوسېدونکو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی

د فلسطین د رسنیو مرکز د خبر له مخ د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار …