کور / افغانستان / یوناما : جنګ کې ښکېل لورې باید تاوتریخوالی کم کړي

یوناما : جنګ کې ښکېل لورې باید تاوتریخوالی کم کړي

په افغانستان کې د ملګرو مرستندویه پلاوي دفتر” یوناما”  په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي بار د ملکي وګړو پر اوږو دی.

په خبرپاڼه کې راځي چې په لښکرګاه او نورو ځایونو کې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او خپرې شوې شمېرې د اندېښنې وړ دي.

یوناماد لومړنیو معلوماتو پرااساس ویلي، چې د هلمند په روانو جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده. خو دغې ادارې د ملکیانو د مرګ ژوبلې دقیق شمیر نه دی څرګند کړی.

تیره ورځ د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” د هلمند د جګړو په باب په یوه تازه راپور کې ویلي وو، چې د دغه ولایت په جګړو کې دوه سوه کسان مړه اوټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې تاوتریخوالی د سولې خبرو ته زیان رسوي او ښه به وي چې ښکېل لورې نور د نړیوالو او افغانانو غوښتنه ومني او تاوتریخوالی کم کړي.

خبرپاڼه کاږي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټول اړخونه د دغه بهیر ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له ښکېلو لورو په ځلونو غوښتي چې ژر تر ژره روانه جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي.

(سحرخبرونه)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …