کور / لوبی / کرېکټ : د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پایلوبه نن ترسره کېږي
کرېکټ : د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پایلوبه نن ترسره کېږي

کرېکټ : د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پایلوبه نن ترسره کېږي

ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د مس عينک اتلانو او د کابل بازانو ترمینځ کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پايلوبه ترسره شي.

پرون د مس عينک اتلانو په دويم کواليفاير کې د بندامير ښاماراتو ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده.

افغان ولسمشرمحمداشرف غني تېر ماښام د کرکټ بورډ له مسولانو د کرکټ د ملي ټيم له غړو او د شپږېزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

د دې ناستې پرمهال د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان الله یوسفزي د کرکټ لوبغاړو ته په ټینګار سره وویل، چې د ورزش قوانینو  ته درناوی ولري او پام ورته وکړي.

ولسمشر داسې مهال د کرکټ بورډ له مسولانو او لوبغاړو سره ویني، چې هم مهاله د کرکټ د شپږيزه ليګ اووم پړاو سیالۍ تر پای لوبې رسېدلي دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا …