کور / افغانستان / کریم خلیلي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه سره کتلي

کریم خلیلي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه سره کتلي

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان د وحدت ګوند یوه پلاوي، چې دغه هیواد ته په سفر تللی دی، په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود فریشي سره کتلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د وحدت ګوند پلاوي له قریشي سره د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون د دوو خواوو د دلچسپۍ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند پلاوی پرون (دوشنبه) پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورسېد او په پام کې ده چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د ملي جرګې له رييس اسد قیصر سره هم وویني.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي د وحدت ګوند له پلاوي سره په کتنه کې پر خپل دې دریځ ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه پوځي حللار نه لري او یوازې د سیاسي دیالوګ له لارې د افغانستان جګړه پای ته رسېدای شي.

قریشي په دوحه کې د سولې په خبرو کې د شوي پرمختګ هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې په دوهم پړاو کې نور پرمختګ وشي.

قریشي په دې خواشیني ښکاره کړه چې ګنې د ده په وینا هند په افغانستان کې مخرب رول لوبوي او دوی په دې برخه کې نړیوالې ټولنې ته کره شواهد وړاندې کړي دي.

پرون د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې داعش یا د اسلامي دولت سختدریځه ډله د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ په پاکستان کې تروریستي بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خلیلي دا سفر د پاکستان د هغې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي د افغان مشرانو په منځ کې د سولې په اړه تفاهم رامنځته کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

ملګري ملتونه:د کرونا له کبله به دوه میلیارده خلک له خوار ځواکۍ سره مخ شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغیزو له کبله …