کور / لوبی / کابل بازان لومړۍ لوبډله د شپږيزې پايلوبې ته ووتله
کرېکټ : د کورني شپږيزه کرېکټ ليګ پایلوبه نن ترسره کېږي

کابل بازان لومړۍ لوبډله د شپږيزې پايلوبې ته ووتله

په شپږيزه ليګ شل اوريزو سياليو کې د رحمان الله ګربز په مشرۍ د کابل بازانو لوبډله په کواليفاير ۱ سيالۍ کې مس عينک اتلانو ته له ماتې وروسته پايلوبې ته ووتله.

ځوان آلراونډر عظمت الله اورکزي چې د بند امير لخوا يې په زړه پورې ګټونکې توپ وهنه ترسره کړه، د حشمت شهيدي ۹۷ ناسوځېدلې منډې په سيند لاهو کړې او وتوانېد لوبډلې ته بريا ورکړي.

د مس عينک اتلانو او کابل بازانو ترمنځ د لومړي کواليفاير ياده سيالۍ ترسره شوه چې لومړی مس عينک توپ وهنه وکړه.

ددوی لخوا حشمت شهيدي په ۵۲ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. دغه راز محمد شهزاد ۴۰ او غمي ځدران ۴۶ منډې جوړې کړې، او سيال لوبډلې ته يې د ۲۰۹ منډو ستر هدف وټاکه.

مس عینک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوزېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لپاره حشمت الله شهیدي ۹۷، غمي ځدران ۴۶ او محمد شهزاد ۴۰منډې جوړې کړې.

د ایوبي کابل بازانو لوبډلې تېزه توپوهنه پیل کړه چې د نور علی ځدران د ۸۶، د عظمت الله عمرزي د ۶۲ منډو په ترسره کولو سره یې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې بشپړ کړ.

ټاکل شوې نن د مس عینک او بند امیر ښامارانو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره شي چې ګټونکې لوبډله به سبا په پای لوبه کې له کابل بازانو سره سیالي ترسره کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا …