کور / لوبی / ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د کابل او هرات لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده
ښځینه

ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د کابل او هرات لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده

د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې چهارشنبې(د تلې په ۲۳مه نېټه) کابل د بامیانو لوبډلې ته څلور د صفر پر وړاندې ماته ورکړه او پایله لوبه کې د هرات سیاله شوه.

د بامیان دروازې ته د کابل لوبډلې لوبغاړو فرشته شیخ میري، حمیرا بارکزۍ، تمنا مجیدي او راضیه نوري ګولونه ووهل.

له دې سره د کابل او هرات لوبډلې د تېر کال په څېر پایلوبې ته لار ومونده.

کابل چې تېر کال د سیالیو اتله لوبډله وه، سږ کال یې هم په درېیو لوبو کې هرات لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ښځینه فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو پایلوبه سبا جمعه د افغانستان د فټبال فدراسیون لوبغالأي کې ترسره کیږي او ژوندی بهیر به یې له طلوع ټلویزون نه په ژوندۍ بڼه خپور شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

صبغت الله

صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل

د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي …