وړمه شپه د خاشرود ولسوالۍ اړوند «منزري» نومي سیمه کې دولتي چورلکو هوایي برید وکړ، چې له امله یې
د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس تنه ووژل شول.
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د اتلس غړو د شهادت
پېښه په پراخه وغندل شوه او دا یو بشري جنایت وبلل شو.
په کابل کې د فرانسې سفارت د ولسي وګړو د وژل کېدو راپورته په غبرګون کې لیکلي «موږ د یاد برید په اړه
د څېړنو او د اړتیا په صورت کې د محاسبې کولو او عدالت پلي کېدلو غوښتونکي یو، موږ له ترهګرۍ سره په
جګړه کې د حکومت ملاتړ کوو؛ خو ولسي وګړي باید خوندي وساتل شي.»
افغان حکومت د دفاع وزارت هم په نیمروز کې د ولسي وګړو د وژل کېدو خبرونه ردوي او وژل شوي کسان
د طالبانو غړي بولي.
(سحرخبرونه)