کور / نړۍ / په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۰ میلیونو ته ورسیدې
کرونا ویروس

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۰ میلیونو ته ورسیدې

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون معلومات ښیي چې نړۍ کې د کرونا وبا د لومړۍ پیښې له خپریدو څخه شاوخوا نهه میاشتې وروسته نن ورځ ددغې ناروغۍ د پیښو شمیر ۳۰ میلیونو ته ورسید.

د راپور له مخې  تر دا مهاله له دغې وبا څخه ۹۴۵زره کسان مړه شوي دي او همدارنګه په زرګونه کسان ترې ښه شوي دي.

امریکا، هند او برازیل کې تر نورو هېوادونو ډېر کسان په کورونا اخته او ترې مړه شوي دي، خو د دې وېروس تازه څپه اروپا کې پیل شوې ده.

پدغو درې هیوادونو کې د کروناویروس پیښې د ټولې نړۍ د پیښو نیمایي برخه جوړوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس له وجې مړیني د سپتمبر د ۱۷ تر غرمې پورې څه دپاسه ۹۴۲ زرو تنو ته رسیدلي دي.

د امریکا متحده ایالات د څه دپاسه شپږ میلیون او ۶۴۴ زرو اخته کسانو او ۱۹۷ زرو مړینو په درلودلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی چې ددغه وبا په وجه یې زیات انساني تلفات ورکړي دي.

په هند کې ۵،۲۱ میلیونه او برازیل کې له څلور میلونو څخه زیات کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
 بلخواد ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوترش یو ځل بیا کرونا ویروس یو نړۍوال ګواښ په ګوته کړ او د مبارزې لپاره یې د تولې نړۍ پر یو موټي کېدو ټینګار وکړ.هغه وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې، په جنګ ځپلو او بحراني هېوادونو کې اوربند اعلان شي او د کرونا ویروس پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وشي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …