د پاکستان په مرکزي ښار لاهور کې د یکشنبې په ورځ د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو بولي ترسره شوه چې د راشد خان په ګډون په کې ۵ افغان لوبغاړي شامل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیبالرحمان، قیس احمد او نور احمد لکڼوال د پاکستان غوره لیګ کې مختلفو لوبډلو وپېرل.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستورې لوبغاړي چې په اوس وخت کې د افغانانو او د نړیوالو په ژبو د دوی نومونه ګرځي د پاکستان په سوپر( غوره) لیګ کې وپېرل شول.
د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکی راشد خان په پلاټینیم کټیګریو کې د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی.
لاهور قلندرز لوبډله چې د پاکستان غوره لیګ سیالیو تر ټولو وروستۍ لوبه ګڼل کېده وتوانېده د تېر کال سیالیو پایلوبې ته لار ومومي، خو په پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.
(سحرخبرونه)