کور / افغانستان / ولسمشر غني: سوله او اوریند د افغان حکومت لومړيتوب دی
سوله او اوریند

ولسمشر غني: سوله او اوریند د افغان حکومت لومړيتوب دی

ولسمشر غني اشرف غني وايي، سوله او اوربند د افغان حکومت لومړيتوب دی.

ولسمشر غني تېره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر ټولو لومړیتوب اوربند او سوله دي.

ولسمشر غني تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۲مه نېټه) د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ۷۵ غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت له طالبانو سره د خبرو هوډ سره سولې ته خپله ژمنتیا ښکاره کړې ده.

ښاغلي غني د سولې بهیر ملاتړ کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ارزښتناک بولي:«د سولې بهیر کې زموږ له ګډو ارزښتونو څخه په ملاتړ او دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان رول نهایت حیاتي دی؛ موږ له دغه سخت او ستونزمن بهیر څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ مننه کوو. همدارنګه له ملګرو ملتونو سازمان څخه د نړیوال اوربند د تامین لپاره د دوی د غوښتنې په خاطر منندوی یوو.»

ده وړاندې وویل:« له هغه ځایه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکره کوونکی ټیم په دوحه کې مذاکرات پیل کړي، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو، زموږ د بین المللي همکارانو او متحدینو رول به ډېر ارزښتناک وي.»

(سحرخبرونه)

 

 

 

 

 

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …