کور / نړۍ / وسله وال برید موزمبیق کې ۵۷ تنه وژلي دي

وسله وال برید موزمبیق کې ۵۷ تنه وژلي دي

د افریقایي هېواد موزمبیق څخه امنیتي سرچینې وایي، له تېرې چهارشنبې راهیسې د دغې هېواد په شمال پالما ساحلي ښار کې وسله والو له ۱۸۰ زیات داخلي او خارجي کارمندان په یوه هوټل کې محاصره کړي چې له ډلې یې ۵۷ تنه وژلي دي.
د موزمبیق د ښځو د حقونو ټولنې غړې جولیا واچیف وایي، چې وژل شوي ۵۷ تنه هغه کسانو له ډلې دي چې “امارولا پرلما هوټل” کې د بریدګرو لخوا محاصره شوي وو او ۷ تنه یې بهرني اتباع دي.
د واچیف په وینا، ډیری کسانو ځکه په یاد هوټل کې پناه اخیستې چې دوی ګمان کاوه چې هلته به خوندي پاتې شي.
د فرانسې خبري اژانس اعلان کړی، چې د یاد برید مسؤولیت د داعش وسله والې ډلې منلی او ویلي یې دي، چې د پالما په ښار یې ولکه ټینګه کړې ده.
عیني شاهدانو او حقوقي سازمانونو ویلي، چې ګڼ شمیر خلک د پالما ساحل سیمه کې د طبیعي ګاز لوی تاسیساتو ته نږدې په برید کې وژل شوي دي.
د ګاز د یاد مرکز یو کارمند، چې له محاصرې وتلی وایي د دغې ګازي مرکز ډیری کارمندان وژل شوي او ګڼ شمیر نور په دې انتطار دي، چې د وسله والو له منګولو به وژغورل شي.
د بشري حقونو د څار ډلې هم راپور ورکړی، چې برید کونکي د الشباب په نوم له یوې سیمه ییزې ډلې سره تړاو لري، خو وایي دا ډله په سومالیا کې له الشباب سره هیڅ اړیکه نه لري.
د “توتال” په نوم د ګازو دا فرانسوي شرکت د دې پروژې اصلي پانګه وال دی؛ چې دا په افریقا کې ترټولو لویه پروژه ده او ارزښت یې ۲۰ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

داهم وګورئ

اسرایېل د ایران د پوځ پر کیښتۍ برید کړی

راپورونه وایي په سره بحیره کې د اریتریا سواحلو ته نېږدې د ساویز په نوم …