کور / نړۍ / هند کې د کرونا ویروس د مثبتو شمیر د ۸ میلیونو واښت

هند کې د کرونا ویروس د مثبتو شمیر د ۸ میلیونو واښت

د هند رسنیو د راپور له مخې هند کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتې پېښې کابو۷ میلیونو ته رسېدلې دي.

د راپور له مخې تېره یکشنبې(د تلې په ۲۰مه نېټه) یوه شپه ورځ کې ۷۴ زره  او ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه ورځ کې ۹۱۸ تنه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۸ زره او ۳۳۴ کسانو ته ورسید.

د شمېرو له مخې یوازې تېرو ۱۳ ورځو کې د کرونا ویروس له یو میلیونو ډېرې مثبتې پېښې په هند کې ثبت شوې دي.

وروسته له امریکا متحده ایالاتو هند نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري.

دا په داسې حال کې ده چې هند په دې وروستیو کې پر تګ راتګ بندیزونه کم کړي.

نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ډېرو هېوادونو بندیزونه ولګول چې هند یې هم په ډله کې وو، خو دغه هېواد د اقتصادي زیانونو له کبله بندیزونه کم کړل.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د جان هاپکېنز پوهنتون : امریکا کې کرونا له کبله د مړو شمیر له ۲۵۶ زرو واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۲ میلیونه ډېر …