کور / تفریح / هند د کابل بالاحصار ودانۍ رغوي

هند د کابل بالاحصار ودانۍ رغوي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، اغا خان بنسټ د هند په مالي مرسته د کابل بالاحصار تاریخي ودانۍ جوړوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یاد بالاحصار د بیرته رغولو تړون تېره ورځ د ولسمشر غني په حضور کې په کابل کې د هند د سفیر ویني کمار او اغا خان انکشافي شبکې د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني هم د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې وویل، د افغانستان تارخي اثار د دغه هیواد تېریادونه ور یادوي او په وینا یې بالاحصار یو سمبول نه بلکې یو تاریخ دی چې د لویو کارونو په کولو کې د افغانستان د خلکو مبارزه او وړتیا ښیي.

د بیان له مخې په کابل کې د هند سفیر ویلي چې د کابل بالاحصار د افغانستان له تاریخي ځایونو څخه دی اوزیاته کړې ده چې هند د تاریخي ځایونو بیارغونې ته لېوال او د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د هند د سفیر له قوله ویل شوي:”هند د سوله ییز، هوسا او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او هیله لرم دغه پروژه په بریالي ډول پای ته ورسېږي.”

په یاده مراسمو کې د اغا خان د انکشافي شبکې ډیپلوماټيک استازي شهیره زاده هرجي هم ویلي چې دغه بنسټ فرهنګې برخه د تاریخي ځایونو د بیارغونې او مرمت په برخه کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري او په دې برخه کې بېلابېلې پروژې جریان لري.

د بیان له مخې ولسمشر غني له افغانستان سره د هند له مرستو مننه کړې او ویلې دي چې هند د عمراني کارونو په برخه کې د افغانستان ښه همکار دی.

(سحرخبرونه)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داهم وګورئ

د بالیووډ سېنما نامتو اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند فلم جوړوي

د بالیووډ سېنما نامتو او مشهوره فلمي اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند خپله فلم …