کور / افغانستان / هلمند : د افغان پوځ دوه چورلکې په هوا کې سره جنګېدلې

هلمند : د افغان پوځ دوه چورلکې په هوا کې سره جنګېدلې

د هلمند ولایت په ناروې ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان پوځ دوه چورلکې په هوا کې سره جنګېدلې او دواړه نسکورې شوې دي.

د ملي دفاع وزارت وايي،پېښه کې د پیلوټانو په ګډون ۸ تر ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوو پوځي چورلکې په ناوې ولسوالۍ کې د پورته کیدو پرمهال له تخنیکي ستونزو سره مخ شوي او نسکورې شوي دي.

دسرچینو چورلکې وروسته له دې په هوا کې سره لګېدلي دي چې کمانډو ځواکونه یې ناوې ولسوالۍ ته رسولي وو او ټپیان یې لېږدول

په هلمند ولایت کې له تیرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …