کور / نړۍ / نړۍ کې د کرونا له امله ۳۴۵زرو څخه زیات خلک مړه شوي
مثبتو پېښو

نړۍ کې د کرونا له امله ۳۴۵زرو څخه زیات خلک مړه شوي

د راپورونو له مخې کرونا وېروس په ټوله نړۍ کې ۵،۴میلیونه خلک نیولي دي او تر  اوس یې ۳۴۵زرو څخه زیات خلک مړه کړي دي.

نړۍ کې تر نورو ډېر ځپل شوی هېواد امریکا ده، هلته په دې وېروس  د اخته کسانو شمېر ۱،۵میلیونو ته رسېږي او همدرانګه له دې وېروس څخه د قرباني شویو کسانو  شمېر له ۹۸زذه زیات خلک مړه شوي دي.

ایران کې په دې وېروسس د اخته کسانو شمېر۱۳۶زره کسانو  ته رسېږي او له اووه زره زیات کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې بیا معلومات دادي چې هلته د مثتبو پېښو شمېر له ۵۴زره څخه زیات خلک اخته شوي دي او له دې وېروس څخه ۱۱۳۳تنه مړه شوي دي.

هندستان کې بیا د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر ۱۳۹زره تنو ته ورسېد هلته د قرباني شویو کسانو شمېر له ۴زره څخه زیات خلک په کې مړه شوي دي.

باید یاده شي چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې له کرونا وېروس څخه دوه میلیونو ډېر کسان روغ شوي دي.

(سحرخبرونه)

 

 

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …