کور / افغانستان / ناټو: په افغانستان کې د دوی حضور په شرایطو پورې تړلی

ناټو: په افغانستان کې د دوی حضور په شرایطو پورې تړلی

ولسمشرغني وایي طالبانو په وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر کړی او دا په دې مانا چې دوی پر تاوتریخوالي باوري دي او د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي.

نوموړي چې نن یې تر شپږ کاله ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره مکمله کابینه ولسي جرګې ته ور وپېژندله وویل، افغانان د سولې تږي دي خو طالبانو ثابته کړې چې دوی یوازې د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي او پر خپل روایت په فتح باوري دي.

نوموړي ویلي طالبان هېڅ وخت پر خپل رامنځ ته کړي روایت بریا ته نه شي رسېدلی بلکې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار مذاکراتو ته ادامه ورکول او د تاوتریخوالي کمول دي.

غني دغه راز وویل چې افغانستان یوازې نه دی او طالبان دې دا خوبونه هېر کړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د ده په وینا نړیواله ټولنه او د افغانستان ستراتيژیک ملګري شته تړونونو ته ژمن دي او په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو کې پوره همکاري کوي.

له دې وړاندې سکاټ مېلر هم ویلي وو چې طالبان هڅه کوي څو د بهرنیانو تر وتلو د سولې خبرې وځنډوي.

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …