کور / تفریح / میهویش حیات: د کورونا مخنیوې لپاره تول خلک باید په خپلو کورونو کې پاتي شي

میهویش حیات: د کورونا مخنیوې لپاره تول خلک باید په خپلو کورونو کې پاتي شي

د پاکستان سېنمايي اداکارې میهویش حیات له  خپلو مینه والو څخه یو بیغام کې غوښتنه کړې ده،چې تول خلک باید په خپلو کورونو کې دې پاتي شي او دې سره د خپل ځان او خپلو عزیزانو ساتنه وکړئ.

نوموړې ویلي دي، چي د دوی کوچنی غفلت هم ډیری خلک له خطر سره مخ کولاي شي، نو ځکه باید خپلو کورونو کي اوسو.

یادي نوموتې او ځوانې پاکستانۍ فلمي اداکارې یو ویډیوي پیغام پرخپل انستګرام اکونټ خپورکړی دی او خپلو مینه والو ته يي په پیغام کي ویلي دي:(( پاکستان اوس مهال ترټولو لوی ننګونې سره مخ دی ، څنګه چي موږ اوس چلند کوو، زموږ د راتلونکو نسلونو برخلیک به پریکړه وکړي)

نوموړې د پورته خبرو په دوام د خلکو غوښتي دي، چي په خپلو کورونو کي پاتي سي او دي هر څه ته د رخصتي فکر ونه کړي:(( زه له خلکو او مینه والو غواړم، د روغتیا پالانو سپارښتني مراعات کړي او په خپلو کور کي پاتې سي. دا رخصتي نه ده. له مینه والو غواړم چي په مسؤلیت سره عمل وکړي او د خپل ځان او خپلو عزیزانو ساتنه وکړي.))

(سحرخبرنونه)

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …