کور / لوبی / میسي د برسلونا کلب لپاره تر ټولو زیاتې لوبې ترسره کړې
میسي

میسي د برسلونا کلب لپاره تر ټولو زیاتې لوبې ترسره کړې

د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي د هسپانوي کلب برسلونا لپاره په تاریخ کې تر ټولو زیاتې لوبې ترسره کړې.

په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې د ریال سوسیداد لوبډلې پر وړاندې میسي د برسلونا لپاره خپله ۷۶۸مه لوبه ترسره کړه چې د پخواني لوبغاړي چاوي هرناندیز د ۷۶۷ لوبو ریکارډ یې مات کړ.

میسي چې ۳۲ کلن دی خپلې کلبي سیالۍ له برسلونا لوبډلې سره پېل کړي او تراوسه په دغه کلب کې لوبیږي، خو ویل کیږي چې نوموړی ممکن راتلونکی سیزن دغه لوبډله پریږدي.

په هسپانوي لیګ کې میسي خپله ۵۱۱مه لوبه ترسره کړه، چې د ریال سوسیداد لوبډلې پر وړاندې یې په زړه پورې دوه ګولونه ووهل او یو یې ګول پاس ورکړ، چې په مرسته یې برسلونا سیال لوبډلې ته په ۶-۱ ماتې ورکړه. هغه پاتې نورې لوبې په چمپینز لیګ او نورو لیګونو کې د برسلونا لپاره ترسره کړي دي.

۳۳ کلن میسي په روان پړاو سیالیو کې تر دې دمه ۲۳ ګولونه وهلي، هغه روان کال په یاد لیګ کې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

باید وویل شي چې لیونل میسي د برسلونا کلب بلکې د نړۍ په تاریخ کې د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی دی او تر ټولو زیاتې (۶) د بالون ډور د سرو زرو جایزې یې ترلاسه کړي دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

هند له انګلستان نه لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ وګټله

د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هند په کوربتوب د ۳ …