کور / افغانستان / میدان وردګو ولایت کې ماین چاودنو پنځه ملکي کسان وژلي دي

میدان وردګو ولایت کې ماین چاودنو پنځه ملکي کسان وژلي دي

د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین دوو بېلو چادونو کې پنځه ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپيان دي. 

د میدان وردګو له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پېښه د جلریز ولسوالۍ کوټه اشرو سمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک غاړې دوو ماینونو د سپرلیو پر دوو موټرو چاودنه وکړه.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې ۷ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شول؛ خو کله چې په یو سراچه ډوله موټر کې د لومړنۍ پېښې دوه تنه ټپیان انتقالېدل په یاده سیمه کې په سراچه موټر هم چاودنه وشوه او دوه تنه په کې ووژل شول.

بلخوا ځینې سرچینې بیا وایي، په دغه پېښه کې ۹ تنه وژل شوي او جسدونه د کابل برچي دښتې ته راوړل شوي او هلته خاورو ته سپارل شوي.

ویل کېږي دغه دوه موټرونه د میدان وردګو له لارې بامیانو ولایت پر لاره وو.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …