کور / افغانستان / میدان وردک ولایت کې ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

میدان وردک ولایت کې ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د میدان وردک ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه ملکیان وژل شوي او درې نور پکې ټپیان دي.

د میدان وردګو د والي ویاند «محب الله شریف زي» رسنیو ته ویلي، چې تېر ورځ ماښام مهال د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د جلریز-میدان ښار پر لاره د «کوټه عشرو» سیمه کې د ولسي وګړو  پر یو سراچه ډوله موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د نوموړي په خبره، په چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي.

که څه هم د وژل شویو وګړو هویت لا څرګند نه دی؛ خو په تېره اوونۍ کې د وردګو ولایت دننه دا دویمه چاودنه ده چې د ولسي وګړو ژوند اخلي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د میدان وردګ ولایت مسوولین وايي چې دغه ماینونه وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …