کور / نړۍ / مورګان اوتاګوس : امریکا هڅه کوي چې مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي

مورګان اوتاګوس : امریکا هڅه کوي چې مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، پر ایران لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکوي خو هڅه کوي له مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي.

مورګان اوتاګوس ویلي، یو توافق ته د رسېدو تر ټولو غوره لار خبرې دي او دوی هڅه کوي له همدې لارې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اوتاګوس ویلي، پر ایران لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکوي خو زیاته کړې یې ده چې هڅه یې داده څو له مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي.

نوموړې ویلي، یوه توافق ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لاره خبرې کول دي او دوی کوښښ کوي چې له همدې لارې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

هغې یو ځل بیا ایران د امریکا دښمن بللی او د دښمن خطاب یې ورته کړی دی.

مورګان اوتاګوس ویلي، ایران باید په سیمه کې له ورانکاره کړنو لاس واخلي او نور خپلو هغو کړنو ته چې د سیمې هېوادونه یې نه غواړي بندې کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …