کور / نړۍ / ملګرو ملتونو په برما کې پر لاریونونو اندېښنه ښودلې
ملګرو ملتونو

ملګرو ملتونو په برما کې پر لاریونونو اندېښنه ښودلې

د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازې د دغه سازمان امنیت شورا ته وویل چې دا هېواد له احتمالي کورنۍ جګړې سره مخامخ دی.

کرستین شرانیر د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د برما پوځ د کودتا ضد مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکوي، په یاد هېواد کې د کورنۍ جګړې او د وینې توییدو اټکل خورا ډېر دی.
نوموړې له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي؛ خو هغې په دې اړه د مشخصو اقداماتو یادونه ونه کړه.
د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې په برما کې پوځ ملکي حکومت نسکور کړی او قدرت یې په لاس کې اخېستی، تر اوسه په کودتا ضد لاریونوالو کې ۵۱۰ کسان وژل شوي دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

اسرایېل د ایران د پوځ پر کیښتۍ برید کړی

راپورونه وایي په سره بحیره کې د اریتریا سواحلو ته نېږدې د ساویز په نوم …