کور / افغانستان / محمد بن عبدالرحمن آل ثاني قطر کې ملابرادر سره پر افغان سوله خبرې کړي

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني قطر کې ملابرادر سره پر افغان سوله خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې لیکي، چې دواړو لورو تېره ورځ په دوحه کې سره کتلي دي او د سولې اړوند مسایلو باندې یې خبرې کړې دي.

د ده په خبره طالب لوري په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه باید عملي کړل شي او په بین الافغاني مذاکراتو کې دې د اساس په توګه ومنل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز د سولې د خبرو پر پرمختګ ټینګار کړی دی.

د لیدنې په اړه تر دې ډېر معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تېره شپه یو وار بیا پر اختلافي مسلوخبرې کړې دي خو یاده ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …