کور / نړۍ / فرانس د اسلامي ملکونو وِغوښتل چې د دغه هېواد توکي بایکاټ نه کړي

فرانس د اسلامي ملکونو وِغوښتل چې د دغه هېواد توکي بایکاټ نه کړي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ وکړ چې د اسلام د پېغمبر محمدص د کارتون ښودلو دفاع کې د ولسمشر مکرون د څرګندونو له امله د دغه هېواد توکي بایکاټ نه کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت پر خپره کړې اعلاميه کې ويلي: په ګڼو عربي او اسلامي هېوادونو کې له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره هڅې روانې دي او سربېره پر دې د فرانسې پر ضد د لاريونونو لپاره هم خلک هڅول کيږي او لامل يې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي هڅه ده.

اعلاميه زياتوي، چې دا ډول پرېکون بې بنسټه دی، بايد سمدستي ترې لاس واخيستل شي او په وينا يې «لږ‌ه‌کي سخت دريځي زموږ پر خلاف دا ډول کارونه کوي.»

د کويت، قطر، اردن، سعودي او ترکيې سربېره په ګڼو نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې هم له فرانسوي توکو سره د پرېکون لپاره تونده مبارزه روانه ده.

د فرانسې پر ضد دا کرکه او د پرېکون مبارزې وروسته تر هغه زور ونيوه، چې د فرانسې ولسمشر د وژل شوي ښوونکي صامويل باټي څخه دفاع وکړه، د هغه له لوري د کارټونونو ښودل يې د بیان ازادي او د هغه وژنه يې ترهګري وبلله او اعلان يې وکړ، چې دوی به دا کارټونونه خپروي.

په ليبیا، اردن، فلسطين، تونس، مراکش، المغرب، افغانستان، پاکستان، مصر او ګڼو نورو هېوادونو کې د فرانسې له لوري د توهين کوونکو کارټونونو خپرېدو سخت غبرګونونه راپارولي او ډېری مسلمانان له فرانسوي توکو سره د پرېکون او فرانسې سفير د شړلو غوښتنه کوي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د جان هاپکېنز پوهنتون : امریکا کې کرونا له کبله د مړو شمیر له ۲۵۶ زرو واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۲ میلیونه ډېر …