کور / نړۍ / فرانسه کې یو ځل بیا د کرونا له زیاتوالي له کبله ګرځبندیز وضع شوی

فرانسه کې یو ځل بیا د کرونا له زیاتوالي له کبله ګرځبندیز وضع شوی

په اروپايي هېوادونو کې د کورونا د دویمې څپې له راتګ سره سم په فرانسه کې ګرځبندیز وضع شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په تازه اقدام کې د دغه هېواد په ۹ ښارونو کې ګرځبندیز وضع کړی دی.

مکرون وایي د پاریس په ګډون په ۸ نورو ښارونو کې خلک د شپې له نهو د سهار تر شپږو بجو د څلورو اونیو لپاره له کوره د وتلو حق نه لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د کورونا د کنټرول لپاره به لا ډېر بندیزونه وضع کړي.

د یادونې ده چې فرانسه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۹۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په ټوله کې په دغه هېواد کې د پېښو شمېرتر ۸۲۰ زره اوښتی دی.

روغتیايي چارواکي زیاتوي دغه راز په دې هېواد کې د مړو شوو شمېر هم تر ۳۳ زره کسانو اوښتی دی.

داهم وګورئ

د ټرمپ د کرونا ویروس پایله منفي ده

ټرمپ له کورونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده. …