کور / افغانستان / غزني کې د نوي کابل‌بانک یو کارکوونکی، نصیراحمد عثماني ترور شو

غزني کې د نوي کابل‌بانک یو کارکوونکی، نصیراحمد عثماني ترور شو

غزني کې د نوي کابل‌بانک یو کارکوونکی،  نصیراحمد، نن سهار  ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وایي، نن سهار اته بجې د کابل بانک یو تن کارمند نصیر احمد عثماني کله چې له کور څخه دندې ته پر لاره و، د دویمې امنیتي حوزې اړوند د حاجي رفیع په ښارګوټي کې د ناپېژندو وسله والو له لوري په بېغږه تفنګچه وژل شوی دی.

سیرت زیاتوي، پولیس تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسولیت چا نه دی منلی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ کسان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.

هېوادوال پر اوسني امنیتي حالت سخت اندېښمن دي او په دې برخه کې د امنیتي ادارو د جدي هڅو غوښتنه کوي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

ملګري ملتونه:د کرونا له کبله به دوه میلیارده خلک له خوار ځواکۍ سره مخ شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغیزو له کبله …