کور / تفریح / عمران خان؛ د «ترکي ډرامي» د پاکستان د کورنیو نظم خوندي وساتي

عمران خان؛ د «ترکي ډرامي» د پاکستان د کورنیو نظم خوندي وساتي

په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي بل لور ته د یاد هېود وزیر اعظم عمران خان وايي، دی غواړي په دې ډرامو د کورنیو نظم خوندي وساتي.

عمران خان وایي، د کورني نظام د خوندي ساتلو او د بې حیایۍ د مخنیوي په خاطر یې د نورو کارونو ترڅنګ یې ترکي ډرامې هم پاکستان ته راوړې دي.

تېره یکشنبه عمران خان د تیلیفون له لارې د ولس هغو اندېښنو ته ځواب ووایه چې خلکو په دې هېواد کې د جنسي تیریو د لړۍ د چټکتیا په اړه لرلې.

عمران ویلي په پاکستان کې د جنسي تېریو د پېښو د مخنیوي په خاطر یې سخت قوانین وضع کړي او هڅه کوي څو کورنی نظام وژغوري.

عمران خان وایي، که په ټولنه کې بې حیایي خپرېږي نو د جنسي تیریو پېښې به هم ورسره زیاتېږي او په خبره یې همدا لامل دی چې په اروپا کې کورنی نظام ډېر ګډوډ دی.

د نوموړي په خبره «په همدې خاطر مې له ولسمشر اردوغان سره خبره وکړه او ترکي ډرامې مې دلته راوړې.»

بل لورته بیا په پاکستان کې یو شمېر څېړونکي وایي ترکي ډرامو په دې هېواد کې د کورني نظام په هکله د خلکو ذهنونه خراب کړي دي.

دوی وایي: «څومره چې ترکي ډرامو په پاکستان کې د خلکو ذهنونه خراب کړي د هغې حکومت هېڅ فکر هم نه شي کولای».

وتلی شاعر او لیکوال لایق زاده لایق وایي، د ترکي ډرامو په راوړلو سره عمران خان هڅه کوي په پاکستان کې بې حیايي زیاته او کورنی نظام له منځه یوسي.

داهم وګورئ

مشهورې

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې انوشکا شرما نړۍ ته لور راوړه

نن غرمه مهال د انوشکا شرما لومړنى ماشوم زیږیدلی دى، چې نجلۍ ده. انوشکا شرما …