کور / افغانستان / عبدالله : طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلي دي

عبدالله : طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلي دي

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، يو شمېر خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلي دي.

عبدالله دا خبرې پرون د امريکا د بهرنيو اړيکو شورا ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.

عبدالله ويلي، يو شمېر طالب زندانيان له زندان تر ازادېدو وروسته بېرته د جګړې ليکو ته تللي دي.

نوموړي زياته کړې:

د دقیق شمېر په تړاو يې نه پوهېږم خو موږ له دې خبر يو چې يو شمېر طالب زندانیان بېرته د جګړې ليکو ته ور ستانه شوي دي او دا له هغه ژمنې سره په تضاد کې ده، چې طالبانو کړې.

د هغه هوکړې له مخې چې د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانيان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانيان ازاد کړل.

طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي طالب بنديان به بېرته د جګړې ليکو ته ستنېږي.

اخوا طالبانو تر دې مهاله د عبدالله عبدالله د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …