کور / افغانستان / عبدالله د امریکا سفارت له شارژدافیر او د ترکیې هېواد له سفیر سره ولیدل
عبدالله

عبدالله د امریکا سفارت له شارژدافیر او د ترکیې هېواد له سفیر سره ولیدل

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن او د ترکیې هېواد له سفیر اوزان ارطغرول سره د استانبول ناستې په تړاو خبرې وکړې.

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوي خپرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله لومړۍ په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره لیدلي دي او له هغه سره د سولې په برخه کې په ورستیو بدلونونو، استانبول ناستې لپاره پر چمتوالي او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر ضرورت بحث او خبرې کړي دي.

په ورته مهال ډاکټر عبدالله عبدالله له دې ناستې وروسته د ترکې هېواد له سفیر اوزان ارطغرل سره ولیدل او له هغه سره یې د افغان سولې په برخه کې د ترکیې جمهوریت رول او استابول ناستې لپاره بر تیارو وغږېد.

دا په داسې حال کې چې یو شمېر سرچېنې وایي چې ټاکل شوې د استانبول ناست د اپریل په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

داهم وګورئ

افغان سوله

افغان سوله: مذاکراتي ټيمونو ته د توافق لپاره اصول سپارل شوي

‏د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا د سولې طرحو د توحید کمیټې له لسګونو طرحو …