کور / افغانستان / عبدالله : ایران کې د کډوالو د ستونزو حل مې لومړیتوب دی

عبدالله : ایران کې د کډوالو د ستونزو حل مې لومړیتوب دی

افغانستان دملي روغې جوړې د عالي شوار مشر عبدالله عبدالله وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل یې له لومړیتوبونوڅخه دی.

نوموړي دغه څرګندونې تېر په ماښام په ایران کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

د مصالحې علي شورا مشر دغه راز د ایران د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره هم کتلي دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر بیا ویلي چې په افغانستان کې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په ګټه او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.

د ښاغلي عبدالله د سفر موخه د سولې لپاره د ایران ملاتړ او دغه هېواد ته ډاډ ورکول دي چې د افغانستان له اړخه به زیان ونه ویني.

د امریکا او طالبانو له تړون وروسته د ایران په دریځ کې بدلون لیدل شوی او سیاست یې د افغان حکومت له سیاستونو سره په ښکاره برابر کړی ده.

د امریکا او طالبانو له تړون وروسته په سوله کې د سیمې اونړۍ زیات شمېر هېوادونه فعال شول، خو د امریکا له زیاتې ښکېلتا له امله د تهران رول پیکه دی.

د افغان حکومت هڅه دا ده چې ایران د افغانستان په سوله او ثبات کې راښکېل کړای شي.

(سحرخبرونه)

 

 

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …