کور / لوبی / صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل
صبغت الله

صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل

د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي مضمون په یوه ستره سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړي.

دغه سیالي په کمبوډیا هېواد کې ترسره شوې چې په کې د امریکا، هندوستان، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او د یو شمېر هېواونو څخه زده کونکو ګډون کړی و او صبغت الله اتل شوی دی.

د سږني‌ کانکور اول‌نومره شمسیه علیزاده تر ستاینې وروسته پر خواله رسنیو یو ځل بیا د یو افغان ماشوم صبغت الله د ذهانت خبرونه لاس په لاس کېږي.

بېلا بېلو ښوونيزو بنسټونو او چارواکو یې په ستاینه پر فېسبوک او ټوېټ لیکنې وکړې او د هغه د قدرونې غوښتنه یې وکړه.

صبغت الله د دې نړيوالې سیالۍ یا ازموینې په ترڅ کې په اتو دقیقو کې د ریاضي دوه سوه پوښتنې حل کړې چې په دې توګه دی د امریکا،‌ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د هند په ګډون د څلوېښتو هېوادونو تر خپلو سیالیو زدکوونکو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

دی د لومړني مقام ګټلو ته خوشاله دی او وايي،‌ ‘زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم’.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا …