کور / تفریح / صبا قمر:په ژوند کي مې داسي څوک نه سته ، چي ورسره واده وکړم

صبا قمر:په ژوند کي مې داسي څوک نه سته ، چي ورسره واده وکړم

صبا قمر پاکستاني چې د پاکستان سېنما یوه نوموتې  اداکاره ده، نېره ورځ پاکستاني رسینو سره خبرو کي ویلي دي، چي د هغې په ژوند کي داسي څوک نه سته، چي هغه ورسره واده وکړي، هغه وايي کوم ‌ډول کس چي هغه غواړي، که ورته د عمر په ٧٠ کلنۍ کي هم پېدا سي، نو واده به ورسره وکړي.

د پاکستانۍ رسنۍ انټرنیشنل د ټایمز د راپورونو له مخي ، یادي نوموتې او ځوانې اداکارې د رسنیو د هغې پوښتنې په ځواب کي، چي له کوم ډول کس سره غواړي واده وکړي ویلي دي، چي هغه به داسي کس د خپل ژوند ملګرى کړي، چي نه له چا ويرېږي او له خپل ځانه خوشحاله وي او زما په څېر له هېڅ شي ويره ونه لري.

نوموړې ویلي دي:(( مينه له شرطونو پرته يو څه دي، په دې کي د راکړې ورکړې معامله نه سته. همدا لامل دى، چي  اوسني خلک په اړيکو بېخي نه پوهېږي.  خلک پرته له واده هم ژوند کوي او خوشحاله ژوند تېري، موږ ژوند تېروو او بايد د ژوند له هرې لحظې نه خوند واخلو.))

هغې زياته کړې،  که هغه شان کس چي هغه يي غواړي، د ژوند په ٧٠ يا ٥٠ کلنۍ کي هم پېدا سي، نو هغه به ورته له هر څه ډېر مهم وي او واده به ورسره وکړي.

اما وايي د اوس لپاره يي په ژوند کي داسي څوک نه سته ، چي هغه ورسره واده وکړي او د ټولو درناوي لري.

(سحرخبرونهځ

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …