کور / افغانستان / سکاټ میلر :۲۰۱۹ کال به افغانستان د سولې لپاره په زړه پورې وي
سکاټ مېلر

سکاټ میلر :۲۰۱۹ کال به افغانستان د سولې لپاره په زړه پورې وي

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وایي، ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.

تیره ورځ یوه پوځي اډه کې د سولې بهیر په اړه  سکاټ مېلر څرکنده کړه “په څو پلازمېنو کې د سیاستونو څېړل دوام لري، درسولې خبرې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سوله ټینګار لري، طالبان د سولې خبره کوي، افغان حکومت هم د سولې په هکله خبرې لري”.

میلر له امریکایي ځواکونو سره د نوي کال د لمانځلو په مهال افغانستان کې سولې ته هیله ‌مندي ښودلې، او وویل چې د ۲۰۱۹ کال کې به د افغان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

هغه ونه ویل چې حالات په کوم لوري روان دی، خو خپلو عسکرو ته يې وویل په ځان کې باید د مثبت او منفي خبرو اورېدو وړتیا پیدا کړي.

د په داسې حال کې چې افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبي کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې د روانې جنورۍ په میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عربستان په جده ښار کې یوه بله غونډه جوړه شي.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

فدامحمد نظري

نامعلومو وسله والو شاعر او لیکوال فدامحمد نظري وواژه

 نامعلومو وسله والو تېره شبه په کابل کې د سیاسي چارو شناند، شاعر او لیکوال …