کور / نړۍ / سوډان کې د نښتو له امله ۹۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سوډان کې د نښتو له امله ۹۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سوډان د روغتیا کمېټې اعلان کړی چې هلته د دوو قبیلو تر منځ د تېرې ورځې پیل شوې نښتې روانې دي او تر اوسه ۹۴ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي چې د جګړې له سیمې څخه ډېرې ښځې او ماشومان د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تر اوسه د نښتې پیلېدو دلیل معلوم نه دی، خو وخت ناوخته په دغه هېواد کې قبیلوي جګړې ترسره کېږي او پراخه مرګ ژوبله پکې رامنځته کېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په سوډان کې د نښتو پیلېدو له وخته بیا تر اوسه ۳۰۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دوه نیم میلیونه ډېر نور بیا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

داهم وګورئ

اسرایېل د ایران د پوځ پر کیښتۍ برید کړی

راپورونه وایي په سره بحیره کې د اریتریا سواحلو ته نېږدې د ساویز په نوم …