کور / نړۍ / سعودي مسلمانو ته د عمرې ادا کولو اجازت ورکړ

سعودي مسلمانو ته د عمرې ادا کولو اجازت ورکړ

د سعودي حکومت د راتلونکې اکتوبر مياشتې له ۴مې نيټې وروسته د عمرې او د مسجد نبوي زيارت کولو اجازت ورکړ.

د سعودي د داخله چارو وزارت وايي، د سعودي اتباع او دغه هېواد کې ميشت بهرنيان په مشروط ډول کولی شي د ټاکلي شروطو له مخې په تدريجي ډول عمره ادا کړي.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د عمرې لپاره جلا جلا پړاوونه ټاکل شوي او په تدريجي ډول به دغه پړاوونه پرمخ وړي.

لومړي پړاو کې به ځايي ۳۰ سلنه يعنې ۶۰۰۰ کسانو ته د اکتوبر له ۴مې نېټې د‌ عمرې کولو اجازه ورکړل شي.

دويم پړاو کې به د اکتوبر له ۱۸مې نيټې ۷۵ سلنه يعنې ۱۵۰۰۰ کسانو او دريم پړاو کې به د نومبر له لومړۍ نېټې۱۰۰ سلنه يعنې ۲۰زره کسانو ته د عمرې اجازت وي.

بايد وويل شي چې د سعودي حکومت د‌ کرونا وبا د خپريدو مخنيوي لپاره د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې پر عمرې بنديز لګولی و.

 

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …