کور / افغانستان / زابل کې د افغان ځواکونو پر پوستې موټر بم برید شوی دی

زابل کې د افغان ځواکونو پر پوستې موټر بم برید شوی دی

زابل ولایت امنیتي مسوولین د موټر برید پایله کې د ۶ پولیس سرتېرو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وایي چې تېره شپه طالبانو د شاه جوی و لسوالۍ اړوند نورک سیمه کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

سیال وایي چې د نښتې پرمهال طالبانو پر افغان ځواکونو موټر بم برید هم کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د نښتې پرمهال نن سهار په سیمه کې یو موټربم چاودنه هم شوې، چې له امله یې د پولیسو مرکز زیاته برخه نړېدلې ده.

بل لور ته یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۲تنه پولیس او عسکر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د پېښې د ځای انځورونه ښکاره کوي چې په نښه شوی مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …