کور / نړۍ / روغتیا نړیوال سازمان چین ته د کرونا پلټنې لپاره د نړیوالو متخصیصینو یوه ډله استوي

روغتیا نړیوال سازمان چین ته د کرونا پلټنې لپاره د نړیوالو متخصیصینو یوه ډله استوي

د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو متخصیصینو یوه ډله چین ته استوي چې د کروناویروس رېښې وپلټي او معلومه کړي چې دا ویروس ځنګه پیدا او خپور شو.

دا ډله به راروانه پنجشنبه چین ته رسیږي، خو لا معلومه نه ده چې اجازه به ورکړل شي چې د چین د ووهان ایالت ته چې د کروناویروس د زېږېدو ځای بلل کیږي، ولاړه شي او که نه.

امریکايي چارواکي د چین حکومت تورنوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یې معلومات پټ کړي او په وخت یې په دې اړه معلومات خپاره کړي‌ نه دي. خو چین دا تورونه ردوي.

چین د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په یوولسمه نیټه د یوه ناپیژانده ویروس له امله چې وروسته کووېډ۱۹ ونومول شو، د یوه ۶۱ کلن کس د مړ کیدو خبر ورکړ.

خو د ووهان دغه د ۱۱ میلیونو اوسیدونکو مرکزي ښار د کرونا په لومه کې تر لویدو پوره کال تیریدو وروسته، اوس یوځل بیا د پر پښو دریدو په حال کې دی.

داسې حال کې چې نړۍ لاهم له دغه وژونکي ویروس سره لاس او ګریوان دی، ووهان د چین او حتا نړۍ په کچه یو امن او له کرونا خوندي ښار بلل کیږي.

چیرته چې د دولت او خصوصي بنسټونو مامورین په عادي ډول دفترونو ته ځي او پارکونه او د سمندر غاړې هم د سیلانیانو د ساعت تیرۍ ښه ځای دی.

خو د دې سره سره، د خلکو ته د کرونا ویروس په هکله پراخه پوهاوي ورکړل شوې او پر کرونا د اخته کیدو مخنیوي لپاره لاهم جدي تدابیر روان دي. داسې چې حتا یوه دوه کلن ماشومان هم له کوره تر وتلو وروسته پر پوزه ماسک بندوي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کورونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د نوې بڼې ویروس د پراختیا له امله خبرداری …