کور / افغانستان / رنګینه کارګر ۱۴ میاشتې کېږي چې خپلې دندې ته نه ده ورغلې

رنګینه کارګر ۱۴ میاشتې کېږي چې خپلې دندې ته نه ده ورغلې

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر۱۴ میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ په اسد میاشت کې ددې جرګې په سیاسي پاسپورټ د زېږون لپاره امریکا ته تللې، خو تر اوسه بېرته نه ده راستنه شوې.

د ازادي راډيو د راپور له مخې رنګینه کارګر په دومره موده کې خپلې دندې ته نه ده ورغلې، خو هره میاشت یې خپل ۲۹۰ زره افغانۍ امتیاز تر لاسه کړی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز هم تاییدوي چې مېرمن کارګر د ډېر وخت راپدېخوا تالار ته نه ده ورغلې، خو د هغې د غیر حاضرۍ په هکله یې معلومات هم نه دي ورکړي.

د نوموړي په وینا چې دوی ته په لېږل شوي لیک کې ویل شوي چې آغلې کارګر هلته تر درملنې لاندې ده.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، که چېرې کوم استازی د جرګې په ۴۴ غونډو کې ګډون و نه کړي، د ۴ نیمو میاشتو لپاره یې غړیتوب ځنډول کېږي او همدا ډول هیڅ امتیاز نه ورکول کېږي.

سرچینه کاږي دوی چې کوم اسناد تر لاسه کړي ښيي چې د رنګینې کارګر میاشتنی امتیاز پکې په بېلابېلو لاس لیکونو اخیستل شوی دی.

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز ویلي، رنګینه کارګر د هغې د خاوند د غوښتنې پر اساس چې ویلي یې دي، هغه ناروغه ده او باید همکاري ورسره وشي، نه غیرحاضره شوې، نه یې غړیتوب ځنډول شوی او نه یې هم امتیاز قطع شوی دی.

خو د نوموړې خاوند فهیم کارګر چې د ولسي جرګې د ریاست دفتر کې کار کوي نه مني چې ګني رنګینه کارګر دې غیر حاضره او له هېواده د باندې وي.

د ښاغلي کرګر په وینا چې مېرمن یې اوس مهال ناروغه ده او ژمنه یې کړې چې په دې اړه به اسناد وړاندې کړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

باید وویل شي چې د ولسي جرګې د وکیلانو د غیر حاضرۍ خبره اوسنۍ نه ده، خو له افغانستان د باندې بیا د دومره مودې لپاره د یوې استازې پاتې کېدل او د امتیازاتو تر لاسه کول، هغه څه دي چې قانون پوهان یې د قانون ماتول ګڼي.

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …