کور / لوبی / راشد خان یو ځل بیا د بېګ باش ليګ راتلونکو سیالیو لپاره تړون وکړ
بېګ باش

راشد خان یو ځل بیا د بېګ باش ليګ راتلونکو سیالیو لپاره تړون وکړ

د بېګ باش ليګ اډلېډ سټرايکرز لوبډلې  یو ځل بیا د افغانستان نمتو لوبغاړی راشد خان سره  د راتلونکو سیالیو دپاره تړون وکړ.

د اسټرالیا غوره لوبو کې نوموړی د دغه لوبډلې لپاره درېيم غوره وېکټ اخیستونکی پاتې شوی چې په ۴۰ مېچونو کې يې ۵۶ وېکټې اخيستې او د هغه کسانو منځ کې چې لږ تر لږه يې دې لوبډلې ته لس لوبې کړې وي، تر ټولو ښه ايکانومي (۶،۳۶) لرونکی لوبغاړی دی.

راشدخان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې له دغه لوبډلې سره يو ځای شو.

څو ورځي وړاندي راشدخان، چې نن سبا د هند په غوره لیګ کې د حیدراباد سن رایزر لوبډلې ته لوبېږي، د نړۍ له لویو ټیمونو غوښتې و چې افغانستان ته د لوبو چانس ورکړي.

ده د آی پي ایل پوډکاست ته په مرکه کې وویل:«د دې لپاره چې لوی لوبغاړی درڅخه جوړ شي باید تر ټولو له ښو لوبغاړو سره لوبه وکړې.»

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

سعودي کې د ښځو د فوټبال لومړنۍ غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د میرمنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ …