کور / تفریح / د کورونا بحران او روژه کې د غربت سره د مبارزي لپاره عامر خان خلکو سره مرستي وکړي
کورونا بحران

د کورونا بحران او روژه کې د غربت سره د مبارزي لپاره عامر خان خلکو سره مرستي وکړي

د هندي سېنما نامتو فلمي اداکار عامر خان د غربت سره د مبارزي لپاره په دغه هیواد کي له ګن شمېر بي وزلو خلکو سره مرستي وکړي. دغه فلمي اداکار په یو جالبه طریقه سره اصلي بي وزله خلک پیدا او خپلي مرستي يي ور ورسولي.

د بالیووډ سېنما دغه نامتو اداکار یوه یوه کیلو اوړه په یوه کڅوړه کي اچولي وه او له خلکو يي وغوښتل چي ورسي او دغه یوه یوه کیلو اوړه تر لاسه کړي. هغه خلکو چي اقتصادي حالت يي نسبتآ ښه و، دغه مرستي يي وا نخیستي او هغه خلکو چي اقتصادي حالت يي ډېر خراب و او دغه یوه کیلو اوړه يي هم غنیمت ګڼل، د نوموړی مرستي واخیستي.

دغه بي وزله خلک په لومړیو کي حیران وو، چي ولي د بالیووډ سېنما نامتو اداکار عامرخان دومره ناچیزه مرستي له دوي سره کوي، خو کله چي د مرسته سوو اوړو کڅوړي خلاصوي، ګوري چي په دغه یوه کیلو اوړو کي ۱۵۰۰۰ هندۍ کالداري هم پرتي دي. نوموړی په دغه طریقه وکولاي سول، هغه خلک پیدا کړي چي اقتصادي حالت يي ډېر خراب و.

هندي رسنۍ انډیا ټایمز د راپور له مخي یاد نامتو اداکار په ځلونه له بي وزله خلکو سره مرستي کړي دي، خو هیڅ کله يي هم نه دي رسنیزي کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …