کور / لوبی / د کرکټ په تېسټ سیالیو کې افغان ملي لوبډلې نهم مقام خپل کړ

د کرکټ په تېسټ سیالیو کې افغان ملي لوبډلې نهم مقام خپل کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ سیالیو تازه درجه بندي اعلان کړه چې افغان لوبډله پکې په نهم مقام کې راغلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په تازه درجه بندۍ کې د افغان ملي لوبډلې نهم مقام د پام وړ پرمختګ یاد کړ او وایي چې افغان لوبډلې په کمو لوبو سره ډېر هېوادونه شاته پرېښودل.

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې نیوزلینډ لومړی، اسټرلیا دوهم، هند درېیم، انګلستان څلورم، جنوبي افریقا پنځم، سرېلانکا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، افغانستان نهم او بنګله دېش لسم مقام خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دا مهال ۴ د ټېسټ لوبې کړي دي او په دې برخه کې یې دوه پیاوړې لوبډلې له ماتې سره مخ کړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ سیالیو درجه بندي اعلان کړه چې افغان لوبډله پکې په نهم مقام راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دا مهال ۴ د ټېسټ لوبې کړي دي او په دې برخه کې یې دوه پیاوړې لوبډلې له ماتې سره مخ کړې دي.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

ننګرهار او لغمان ګرېډ تري لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

د کرکټ بورډ مسوولانو تېرماښام وویلې چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۲ مه دریمه …