کور / نړۍ / د ډونلډ ټرمپ زرګونه پارېدلي پلويانو د امریکا پر کانګرس ماڼۍ برید وکړ
ډونلډ ټرمپ

د ډونلډ ټرمپ زرګونه پارېدلي پلويانو د امریکا پر کانګرس ماڼۍ برید وکړ

د چهارشنبې ماخوستن ناوخت د ډونالډ ټرمپ پلاویانو د یوه لاریون په ترڅ کې پر کانګرس ماڼۍ برید وکړ او د یادې ماڼۍ ښیښې یې ور ماتې کړې.

د ټرمپ په ملاتړ دا پلویان داسې مهال پر کانګرس برید کوي چې هلته د امریکا د تېرو ټاکنو ورستۍ پایلې د تایید لپاره غونډه جوړه کړې وه.

د امريکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ډونلډ ټرمپ زرګونه پارېدلي پلويان د لاريون پر مهال د کانګريس ودانۍ ته ننوتي، هلته يې د ټرمپ په ملاتړ او د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو اعلان پر خلاف شعارونه ورکړي، چې وروسته د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شوی دی.

دغه لاریون کوونکي د ټرمپ په ملاتړ راوتلي او وایي چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

امریکایي رسنۍ د پولیسو له قوله لیکي چې، لاریون کوونکو د پاشلو لپاره یې له ربړي ګولیو او اوښکي بهوونکي ګاز کار اخیستی دی.

سرچینې زیاتوي ې ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي او تر دې دمه پولیسو پنځوس کسه لاریون کوونکي نیولي دي.

بل لورته د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي جو بايډن د ټرمپ د پلویانو پر لاریون او پرکانګرېس ودانۍ د دوی برید خواشينې ښودلې.

هغه ويلي:« نن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده او توره ورځ ده، د مظاهرو ډرامه د ولس حقیقي نمایندګي نه شي کولی.»

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کورونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د نوې بڼې ویروس د پراختیا له امله خبرداری …