کور / لوبی / د پرتګال فوټبال فدراسیون :کریسټیانو رونالډو  په کرونا ویروس اخته شوی دی

د پرتګال فوټبال فدراسیون :کریسټیانو رونالډو  په کرونا ویروس اخته شوی دی

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلمشر  او یوونټوس کلب تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو  په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د پرتګال فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ د رونالډو په کرونا د اخته کېدو خبر ورکړی، خو ویلي چې نوموړی روغ دی، کومې ښکاره نښې نه لري او قرنطین شوی دی.

د ریپوټونو په اساس رونالډو اړ دی، چې ۱۴ ورځې قرنطین تېر کړي.

د پرتګال فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د رونالډو حالت ښه دی او د کورونا هیڅ علایم پکښي نه دي موجود.

د سکای سپورټ ترڅنګ مشهورو ورزشي سایټونو هم دا خبر تایید کړی دی.

پرتګال د تېرې یکشنبې په ورځ پاریس کې د نړیوالې اتلولولۍ لپاره میدان ته لاړ او لوبه یې مساوي کړه. پرتګال له فرانسې لپاره یوشان درجه لري او په ډله‌ییز جدول کې ځای لري.

۱۵ ورځې وروسته یوونټوس کلب د نړۍ له نامتو لوبډلې بارسلونا سره په چمپېنزلیګ کې لوبه لري، داسي شک کیږي، چې رونالډو به په هغه کې هم ونه لوبیږي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

صبغت الله

صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل

د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي …