کور / افغانستان / د پاکستان په رسمي بلنه حكمتيار دغه هېواد ته تللی

د پاکستان په رسمي بلنه حكمتيار دغه هېواد ته تللی

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار  د پاکستان په رسمي بلنه د خپل درې ورځني سفر  په ترڅ کې نن اسلام اباد ته ورسېد او هلته یې  شاه محمود قریشي سره ولیدل.

حکمتیار چې نن يې پاکستان ته د سفر په مهال په هوایي ډګر کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د سولې له پيغام سره پاکستان ته سفر کوي او تمه لري چې سفر به یې اغېزناک او ښې پایلې به ولري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی «صادق خان» وایي، حکمتیار به د روانې میلادي میاشتې له ۱۹-۲۱ پورې په اسلام اباد کې وي او هلته به د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او د مشرانو جرګې له مشر سره وګوري او د ستراتيژیکو مطالعاتو په  مرکز کې به وینا هم واوروي.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته چې ښيي حکمتیار به له اسلام اباد وروسته دوحې ته ځي او د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او چارواکو سره به وګوري.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …