کور / افغانستان / د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر کابل ته راځي
اسد قیصر

د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر کابل ته راځي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دغه هېواد د پارلمان رییس اسد قیصر به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راشي.
نوموړي ویلي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.

د صادق په خبره اسد قیصر به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر کابل ته راشي او د افغان چارواکو سره به لېدنې وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی دغه راز ریاتوي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ د برخې اړیکې د پخوا په پرتله یو څه ښې شوي او په ترڅ کې یې پرون د څلور کلن ځنډ وروسته د غلام خان بندر له لارې پر افغاني محصولاتو بار څو موټرونه پاکستان ته رسېدلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر لاره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، په لومړي ځل له دغې لارې څخه د افغانستان لخوا په سوداګریزو توکو بار موټرونه میرانشا ته رسېدلي دي.

د شمالي وزیرستان د سوداګریزې خونې مرستیال شاهد علي ویلي چې له څلور کلن ځنډ وروسته د افغانستان نه تجارتي موټر میرانشا ته ور رسېدلي دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

افغان سوله

افغان سوله: مذاکراتي ټيمونو ته د توافق لپاره اصول سپارل شوي

‏د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا د سولې طرحو د توحید کمیټې له لسګونو طرحو …