کور / نړۍ / د پاکستان د سند ایالت پولیسو د مریم نواز میړه نیولی

د پاکستان د سند ایالت پولیسو د مریم نواز میړه نیولی

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې بیګاه شپه د مسلم لیګ (ن) سیاسي مشر او د نواز شریف زوم صفدر په کراچۍ کې پولیسو نیولی او له ځان سره یې بیولی.
د نواز شریف لور مریم نواز د خپل مېړه د نیولو د خبر پخلی کړی او پر خپل ټویټر یې نن سهار وختي ولیکل، چې بیګاه شپه پولیسو په کراچۍ کې په یو شخصي هوټل کې دننه د دوی د کوټې دروازه ور ماته کړه او ددې مېړه یې له وهلو وروسته له ځان سره یووړ.
پاکستاني پولیس وایي، چې د نواز شریف زوم یې ځکه نیولی، چې نوموړي د قاید اعظم محمد علي جناح پر قبر سیاسي نارې وهلي او دغه کار قانوني جرم دی.
پولیس وایي، چې دوی ته پر صفدر سربېره ۲۰۰ کسان نور هم ور معرفي شوي، چې د یاد جرم له امله باید ونیول شي. د دوی پر وینا دوی د قاید اعظم محمد علي جناح پر قبر د سیاسي نارو پر وهلو د قبر سپکاوی کړی.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د جان هاپکېنز پوهنتون : امریکا کې کرونا له کبله د مړو شمیر له ۲۵۶ زرو واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۲ میلیونه ډېر …