کور / نړۍ / د ټرمپ د کرونا ویروس پایله منفي ده

د ټرمپ د کرونا ویروس پایله منفي ده

ټرمپ له کورونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ تېره ورځ په فلوریډا ایالت کې خپله لومړنۍ کمپایني غونډه ترسره کړه.

نوموړي په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی او خپلو کمپایني لیدنو کتنو ته به ادامه ورکوي.

ددې تر څنګ د ټرمپ ځانګړي ډاکټر هم ویلي چې د ټرمپ پایله منفي ده او له دې وروسته د کورونا ویروس نه لېږدوي.

ټرمپ څو ورځې وړاندې په کورونا اخته شو چې تر درې ورځني بستر وروسته بېرته له دغه ویروس جوړ شوی دی.

ټرمپ باندې وروسته تر کورونا ویروس ډیری امریکایي وګړو دا نیوکه کوله چې ګني ټرمپ له کمپایني غونډو د ځان خلاصولو لپاره دروغ وویل.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …