د ټاکنو خپلواک کمیسيون يوې سرچينې تر دريو مياشتو د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ.
د دې کميسيون يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي دي چې ولسمشريزې ټاکنې ښایي د راتلونکي چنګاښ میاشت کې ترسره شي.
تر دی مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به
یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنځو ورځو راهیسې د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماندانو نوم ليکنه پيل شوې ده چې تر اوسه يو نوماند هم خپل نوم نه دی ثبت کړی.
د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي چې تر اوسه ۵۰ کسانو د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندۍ له پاره له دې کمیسيون څخه معلوماتي مواد او لارښوونې ترلاسه کړي دي، خو هېڅ یو یې نه دی توانیدلی چې شرایط پوره کړي.(سحرخبرونه)