کور / افغانستان / د ولسي جرګې ریيس د ولسي جرګې ریيس پاکستان ته ورسېد

د ولسي جرګې ریيس د ولسي جرګې ریيس پاکستان ته ورسېد

د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس عبدالقادر ځاځی وايي، چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني به د پاکستان د ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان په ګډون له نورو چارواکو سره ووینيد ولسي جرګې ریيس نن د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې د ولسي جرګې د رییس «میر رحمان رحماني» په مشرۍ دغه لوړپوړی پارلماني پلاوی به نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي او د پارلماني کمیټو ۵ رئیسان ، د پارلمان ګڼ غړي ، منشي او د ولسي جرګې چارواکي به پکې شامل وي.

محمد صادق که څه هم د پلاوي د سفر د موخې او د خبرو د اجنډا په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغه سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکې کېښودل شي.

له دې مذاکراتو سره هم مهاله پاکستان ته د کابل حکومت د چارواکو او دولتي پلاوو سفرونه هم زیات شوي.

څه موده وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې درلودې.

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …