کور / تفریح / د هندي سینما نمتو اداکار رشي کپور مړ شو
هندي سینما

د هندي سینما نمتو اداکار رشي کپور مړ شو

له عرفان خان راورسته  د هندي سینما  یو بل نمتو اداکار رشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو، دوه کاله وړاندې د نوموړي د سرطان ناروغي تشخیص شوې وه.

رشي کپور د هندي سینما له نوموتو او مشرانو اداکارانو څخه و، چې د سرطان ناروغۍ له کبله د ۶۷کلونو په عمر یې ساه ورکړه.

دی له امیتابچن څخه دوېیم مشر اداکار و، چې ډېرو فلمونو کې یې د پلار رول ادا کړی و، چې دهندستان هېواد ملی جایزه یې هم ګټلې ده.

دغه فلمي ستوري په ۱۹۷۳ کال په بوبي – د زلمیتوب مینې کیسه- کې د لومړی ځل لپاره د مخکښ په رول کې وځلېده.

په ۲۰۱۸ کال د ریشي کپور سرطان ناروغي تشخیص شوې وه، نیویارک ته د درملنې لپاره تللی و چې په سپتمبر کې بېرته هند ته ستون شو.

د هندي سینما یو شمېر مینه والو په خواله رسنیو کې دې خبرونو سخت اندېښمن کړي دي او تر ډېره یې په خپلو پرفایلونو او سټوریانو کې د دوی انځورونه راځړولي دي.

د ریشي کپور تر مړینې یوه ورځ مخکې د بالیووډ یو بل وتلی فلمي ستوری عرفان خان هم مړ شو.

(سحرخبرونه)

 

 

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …